21 : د یار له غمه په زړه افکار یم // له غمه څه وایم دردمند یم خواریم، په پورتنی بیت کې د قافیی کلیمی په نښه کړی:
1- افکار، خوار
2- زړه، دردمند
3- یم، یم
4- له غمه، له غمه
22 : ځمکه هغه سوځی، چې ارو پری بلیږی –دی ته څه ډول جمله ویل کیږی:
1- محاوره
2- منظوم متل
3- اصطلاح
4- منثور متل
23 : نعت څه ته وایی:
1- هغه منظوم یا منثور کلام، چې د حضرت محمد (ص) شخصیت او اخلاقو ستاینه پکی شوی وی
2- هغه منظوم یا منثور کلام، چېداصحابو ستاینه پکي وی
3- د شخانو ستاینو ته ویل کیږی
4- هغه منظوم یا منثور کلام، چې دلله (ج) ستاینه پکی وی
24 : حمد څه ته وایی:
1- هغه کلام چې نظم وی، دعا او زاری په کی شوی وی
2- هغه کلام چې نظم وی، که نثر چې په کې د قلندریانو ستاینه شوی وی
3- هغه کلام نظم وی که نثر، چې پکی د خدای (ج) د قدرتولو او لویوالی ستاینه شوی وی
4- هغه کلام نظم وي که نثر، چی پکی د حضرت محمد (ص) د اخلاقو ستاینه شوی وی
25 : د سیال ګرامری نوم په نښه کری:
1- فعل
2- ضمیر
3- صفت
4- اسم
26 : د (طلوع افغان) اخبار چیرته خپریده:
1- کندهار
2- کابل
3- پیښور
4- ننګرهار
27 : یایی مړ د بیلتانه له غمه ژر وای // یا په دواړو سترکو ټپ ړوند په نظر وای، په پورتنی بیت کې د قافیی کلیمی په نښه کری:
1- ژر، نظر
2- وای، وای
3- بیلتانه
4- دواړو، سرتګو
28 : په لاندی نومونو کې عام نوم په نښه کړی:
1- څاری
2- غښتلی
3- روغ
4- کابل
29 : لاس چې مات شی غاړی ته لویږی، دی جملی ته څه ویل کیږی:
1- منثور متل
2- منظوم متل
3- محاروه
4- اصطلاح
30 : د پوهاند عبدالحی حبیبی اصلی استکوګن ځای په نښه کړی:
1- کندهار
2- ننگرهار
3- پکتیا
4- کابل
31 : دا په مخ یی د خط لیکه دوتا راغله // که کعبی لره مشکینه قبا راغله په پورتنی بیت کی ردیف په نښه کړی:
1- دا، که
2- دوتا، قبا
3- راغله، راغله
4- مخ یی، کعبی
32 : په لاندی بیتونو کې د خط او مشکر تر منځ وجه تشبه په نښه کړی: سرولبانو دی یا قوت کړه/ سره په وینو کی غرقاب / مشک دي هسی ستا و خط ته / لکه مشکو ته تراب / نرګس کوز ګوري له شرمه / ستاد سترګو به جواب /
1- اوړدوالی
2- نرګس
3- توروالی
4- ښایست
33 : زه یوه ښځه یم قوي دماتیدونه یم/ ماکړولای نه شي خو ملاماتولای نه شي / زه لکه او سپنه سوټک می ورابه وار سخنوي / په زور او جبر می له لاری اړولای نه شي / په \پورت بیت کی د قافیي کلیمي په نښه کړئ:
1- زه ،زه
2- اوسپنه سوتک
3- ماتوالی ،اړوالی
4- وار په وار
34 : د زلفو تشبیه له سنبل سره څه ډول تشبیه ده :
1- مفروقه تشبیه
2- مبتذله تشبیه
3- نادره تشبیه
4- ملفوفه تشبیه
35 : په لاندي کلیمو کی جمع نوم په نښه کړی:
1- میندي
2- غرني
3- کابلي
4- هیواد
36 : غاړه نه ده ګلداني ده د بلور چی په تش ارزویی مري حنان بلغور نه غلط شوم دا د مینو صراحي ده چی پکښی د خوړو و زړونو جراي ده په پورته بیت کی څه ډول معنوي صنعت راغلي په نښه یی کړی:
1- طباق
2- عکس او تبدیل
3- حسن تعلیل
4- رجوع
37 : هغه تشبیه چی په شاعرانو خوړا زیات استعمال ولري په نښه کړئ:
1- مرسله تشبیه
2- مبتذله تشبیه
3- نادره تشبیه
4- مفروقه تشبیه
38 : ښه ده سرو ونه ،نه ښه ده ستا بر قد / شهد که شیرین دي شیرین نه دي تر ګفتار ستا / ښی د هوسی سترګی ،نه ښي ستا تر سترګو / ښه د زړګو بون دی نه چی ښه دی تر رفتار ستا / په پورته بیت کی څه ډول معنوی صنعت راغلي په نښه یي کړئ:
1- طباق
2- عکس او تبدیل
3- حسن تعلیل
4- رجوع
39 : توري زلفی شنه خالونه سره رخسار/ شنه توتیان دي سره ګلونه تور ښامار / په پورتور ته بیت کي در رخسار او ګلونه وجه شبه په نښه کړئ
1- سور والی او ښایسته
2- شنه خالونه
3- شینوالی او ښایسته
4- زلفی او ځالونه
40 : لاړ ښه پیښور ته کمبس تور راوړه / تازه ګلونه دری څلور ماته راوړه / په پورتنی بیت کی د قافیی کلیمی په نښه یی کړئ:
1- تازه ،تازه
2- دري ، څلور
3- تور ، څلور
4- ماته راوړه ، ماته راوړه